خبرونهټولنه

په سرپل کې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د حقونو د وېشلو لړۍ پیل شوه

 کابل، د زمري ۱۱ مه، باختر

په سرپل کې د شهیدانو او معلولینو کورنۍ د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې خپل حقوق ترلاسه کوي.

د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو رئیس داملا سیف الرحمن ابو طلحه وايي، له دې وروسته به د شهیدانو کورنۍ او معلولین خپل حقونه ترلاسه کوي او د جګړې د معیوبینو او زېږون معلولینو ترمنځ هېڅ توپیر نشته.

هغه زياته کړه، چې د تېرو څو کلونو د سندونو او دوسيو په څېړلو سره يې شاوخوا اووه سوه جعلي دوسيې له منځه وړې دي.

هغه زیاته کړه، سږ کال به د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست له ۳۷ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ پر معلولینو او د شهیدانو پر کورنیو ووېشي.

هغه زياته کړه، چې له دغو کسانو څخه شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو خپل حقوق ترلاسه کړي دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا