ټولنه

په سمنګانوکې له سلګونو سيلاو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٤
دسمنګانو ولايت د مرکز ايبکو ښارو د روى دوآب په ولسوالۍ کې له پنځه سوه څلور ويشتو سيلاو ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه.
د سمنګانو ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس رجب علي يوسفي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو مرستوکې خوراکي توکي او دکور لوازم شته چې په هرې کورنۍ څلور پنځوس کيلويي بوري اوړه، څلور پنځه ليتره ډبلي غوړي ، څوارلس کيلو دال نخود، يوه کيلو مالګه، درې شړى، دوه توشکې، دوه بالښتونه ، يو ترپال، د پخلنځي يو بشپړ سيټ، يوه انډې ښځينه جامې، د اوبو يوه بوشکه په هغو پنځه سوه څلور ويشتو کورنيو چې زيانمنې شوې وې؛ وويشل شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه مرستې د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې، په سويډن کې د ميشتو افغانانو دکميټې ، د نړۍ د خوړو د سازمان، د پاملرنې د موسسې او د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ له خوا برابرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته