ټولنه

له پاکستان څخه دافغان مهاجرينو ايستل زيات شوي دي .

کابل باختر دوري  شلمه :
له پاکستان څخه دافغان مهاجرينو دايستلو بهير ګړندى شوى دى . هره ورځ په سلګونو افغان کورنۍ دپاکستان دپوليسو له خوا ددغه هېواد له بيلابيلو سيمو څخه راټول اوپه جبري  ډول افغانستان ته استول کيږي .
يو افغان تبعه احمد سهيل  دتورخم په بندر کې  دباختراژانس خبريال ته وويل چې هغه يې له مور او دوو خويندو سره په جبري ډول له اسلام اباد څخه ايستلي دي .
سهيل  وايي چې پلورنځى  او دکور ټول مالونه يې په پاکستا ن کې پاتې دي .
درارسيدلو خبرونوله مخې دتورخم اوسپين بولدک  لارې هره ورځ له پاکستان څخه دسلګونو کورنيو دراستنيدو ډګر دى هغه کورنۍ چې زياتره په جبري ډول  له دغه هېواد څخه ايستل کيږي .
زياتره دغه کورنۍ دپاکستان دپوليسو له خوا دبډې داخستلو او بدچلند څخه شکايت کوي .
دوى وايي زياتره ايستل شوي کورنۍ دمهاجرت کارتونه ان پاسپورتونه او دپاکستان ويزه لري .
د ننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولوچارو درياست يو خبرځاى باختراژانس ته وويل هره ورځ په سلګونه افغان کورنۍ له پاکستان څخه ايستل کيږي .
ده تاييد کړه چې په ايستل شويو کورنيوکې هغه کسان شامل دي چې په پاکستان کې داستوګنې سندونه لري .
په همدې حال کې په اسلام اباد کې دافغانستان دسفيرپه ګډون دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت مقاماتو په وار وار په هغه څه انتقادکړى دى چې له افغان مهاجرينو سره دپاکستاني پوليسو بدچلند بولي .
په پاکستان کې به افغان مهاجرينو دفشار له زياتوالي وروسته افغانستان ته دمهاجرينو دراستنيدو بهير ګړندي شوى دى.
له  دغو کورنيو سره  دتورخم او سپين بولدک په بندرونو کې دملګروملتو سازمان او دافغان مرستندويو مرکزونو له خوا مرسته کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته