کابل باختر د لړم دمياشتې لسمه :
طالبانو نن سهار په بغلان ولايت کې دافغان پوځيانو په يوې قرارګاه بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې يوازې وسله والو طالبانو ته دسر زيان اوښتى دى .
پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د زاړه بغلان د مغلو په سيمه کې دعامه نظم دپوليسو په قرارګاه بريد وکړ .
د بغلان ولايت دعامه نظم دکنډک قوماندان برهان الدين زاهد باختراژانس ته وويل : په دې بريد کې نښته هم شوې ده چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او نور جګړه ماران تيښتي ته اړ شول .
په همدې حال کې دسيمې اوسيدونکي وايي چې په دې نښته کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دري تنه نور يې ټپيان شول .
قوماندان زاهد وايي چې په دې نښته کې افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته دسر زيان نه دىاوښتى .
0 1 دقیقه لوستل