لښکرګاه باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
په هلمند ولايت کې د نويو هوايي بريدونو له امله د وسله والو طالبانو د ډلې درې مرکزونه دړې وړې شول.
د لښکرګاه ښار په مربوطاتوکې په دغو مرکزونو تېره شپه هوايي بريدونه وشول.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په دغو بريدونوکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل چې په دغو بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې درې پټنځي له ټولو پوځي وسايلو او تجهيزاتو سره يې له منځه تللي دي .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ