(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په سرپل کې د ناري بند – کوهستانات پر سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې

کابل، د غوايي ۱۳ مه، باختر

د سرپل د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ناري بند – کوهستانات د سړک هوارولو او جغل اچونې چارې پیل شوې دي.

د سرپل د ټولګټو چارو رییس مولوي اسد الله مسرور د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په دغه ولایت کې د ناري بند – کوهستانات لاره له ډېرو مودو څخه کڼدو کپله شوې وه، خو د خلکو په غوښتنه  او د دغه ولایت د مقام له لوري یاد سړک د یو کیلو متر په اوږدوالي د هوارولو او جغل اچونې چارې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په جوړېد د ۲ ولسوالیو او شاوخوا ۳۰ کلیو ستونزې تر ډېره بریده لرې کېږي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا