امنیت

طالبانو يونيول شوي پوځي وواژه او درې تنه نوريې خوشې کړل

کابلباختردميزان٦
په کندز ولايت کې وسله والو طالبانو نن يو اسير شوي پوځي وواژه او درې تنه نور يې خوشې کړل.
د هرات د ظفرقول اردو دغه څلورتنه پوځيان تيره اوونۍ په شخصي جاموکې کله يې چې غوښتل په بدخشان ولايت کې خپلوکورونو ته لاړ شي؛ دکندز د خان آباد ولسوالۍ په تګلوري کې د يوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او وتښتول شول.
ويل کيږي، وسله والوطالبانو د اردو د دغو پوځيانو د خوشې کولو په بدل کې له جيل څخه د څوتنو جګړه مارانو او ياهم دجنګي وسلو د سپارلوغوښتنه کړې وه؛ خو هغه وخت يې د يوتن په وژلو لاس پورې کړچې دسيمه ييزو پوليسو ځواکونو د دغو پوځيانو د ژغورنې په خاطر د طالبانو په پټنځاى بريد وکړ.
دکندز دخان آباد ولسوالۍ يو قومي مشرمولوي عبدالبصيروايي چې طالبانو د يو پوځي اسير له وژلو وروسته درې تنه نوريې خوشې کړل. د وسله والو طالبانو له خوا دغه وژل شوي پوځي ډګروال داود نوميده اود بدخشان ولايت دکشم ولسوالۍ  د عاشقانو دسيمې اوسيدونکى و.
ددغه قومي مشردڅرګندونو له مخې: يوخوشې شوي پوځي د طالبانو په دزوکې ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته