خبرونهامنیت

په سرپل کې د نشه يي توکو یوه فابریکه کشف او په تړاو یې ۱۵ تنه ونیول شول

 کابل، د تلې ۱۸ مه، باختر

د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو منسوبینو د نشه يي توکو د پروسس يوه لويه کارخونه کشف او له منځه یوړله.

ملي دفاع وزارت ویلي چې دغې فابریکې له کلونو راهيسې فعاليت کاوه.

سرچینه زیاتوي چې له یادې فابریکې ۱۰ بېلره ښیښه، ۳ موټر او د نشه يي توکو د پروسس يو شمېر وسايل هم د دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي او په تړاو یې ۱۵ تنه هم نیول شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانو ته وسپارل شي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا