
کابل، د غبرګولي ۲ مه، باختر
د سرپل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده. د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند دین محمد نظري د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ځواکونو یې د دغه ولایت د کوهستانانو ولسوالۍ په الر کلي کې د نشه يي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده. د یادې کارخونې په تړاو ۲ تنه نیول شوي چې دوسیې به یې له څېړنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي. جهانیار