امنیت

په سرپل کې د هوا د سړښت له امله دولس تنه ووژل شول

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
ديوې ښځې او ماشومانو په ګډون دولس تنه پرون په سرپل ولايت کې د هوا د سړښت له امله مړه شول.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين باختر آژانس ته وويل: دغه کسان چې يوه ښځه، څلورماشومان او اووه تنه نارينه دي؛ دکوهستانانو د ولسوالۍ په لاره کې هغه وخت مړه شول چې د سپرلۍ موټر يې دکنګل له امله له واټ څخه ووت او چپه شو .
ديوبل خبرله له مخې: څلور تنه ماشومان دسرپل ولايت د صياد په ولسوالۍ کې د هوا د سړښت له امله مړه شول.
دسرپل د والي دڅرګندونو له مخې: په تيرو څو ورځوکې د واورې د پرله پسې اورښتونو او د هوا د سړښت له امله په انساني تلفاتو سربيره په سلګونو څاروي هم په دغې ولسوالۍ کې له منځه تللي دي.
حقبين زياته کړه: اوس هم ددغه ولايت د صياد، کوهستاناتو او بلخاب د ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دې او ښايي د انساني تلفاتو شمېر زيات شي.
ده زياته کړه: له پيښو سره دمبارزې د تيارى کميټې له زيانمنو شويوکسانو سره مرستې کړې دي خو دغه مرستې ناڅيزې دي.
ده د مرستې رسولو له مرکزونو څخه وغوښتل چې له زيانمنوشويو کسانو سره دې مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته