ټولنه

د١٣٥٧ او١٣٥٨ کلونو دشهيدانودفاتحې داخستلو او دعزادارۍ د مراسمو

په باب چي په دې وروستيو وختو کې يې نومونه خپاره شوي دي دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى  رياست خبرتيا
لکه څنګه چې ګران هيوادوال خبردي د١٣٥٧ او١٣٥٨ کلونو د شهيدانود درناوي په مقصد چې نومونه يې په دې وروستيو وختو کې خپاره شوي دي د جهادي مشرانو اوله سياسي شخصيتونو سره دجمهوري رياست مشورتي غونډې پريکړه وکړه  چې دروان کال دتلې دمياشتې اتمه نيټه ددوشنبې په ورځ په ټول هيواد کې دفاتحيې اخستلو مراسم پرځاى  او په وزارتونو اودولتي ادارو دکې دعزا دارۍ په ډول دافغانستان د اسلامي جمهوريت  ملي بيرغ دتلې په اتمه او نهمه نيټه د دوو ورځو لپاره نيم ځوړند وي .
په دې وسيله اعلاميږي چې د١٣٩٢کال دتلې دمياشتې په اتمه نيټه ددوشنبې په ورځ د کار رسمي ورځ ده او په کابل ښارکې دفاتحې داخستلومراسم له  غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه  تر درې نيمو بجو پورې  په څلورمه کارته کې دشيرشاه سوري په جومات کې پرځاى کيږي .
په ولايتونو کې دفاتحې داخيستلو دمراسموجزئيات د واليانود دفترونو او د ولايتي شوراګانو درييسانو له خوا خلکو ته خبرورکول کيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته