سیاست

جمهور رئيس احمدزي د افغانستان د خلکو د اعتماد ګوند له ځینو استازو سره وکتل

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن له غرمې مخکې د افغانستان د خلکو د اعتماد ګوند له ځینو استازو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د دغه ګوند غړو له جمهور رئيس احمدزي سره د اختر مبارکې په ترڅ کې د غوره حکومتوالۍ، سولې، په حکومت کې د ځوانانو د ونډې او له ګوندونو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس ډاکټر اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې د سولې ټينګښت مهمه مسئله ده، خو د ځوانانو همکارۍ او ملاتړ ته هم په دې اړوند اړتیا شته، چې په دې برخه کې خپل غږ اوچت کړي.
ډاکټر احمدزي زیاته کړه چې له همه شمولو او له تعصب او تبعیضه پرته ګوندونو څخه باید ملاتړ وشي او ځوانان له دې وروسته د تعصبونو ښکار نه شي.
جمهور رئيس وویل چې اوس د کار وخت دی او دی ژمن دی چې په حکومت کې به هره ورځ یوه نوې لاسته راوړنه وي، خو په دې برخه کې هم د ځوانانو او ګوندونو همکاري اړينه ده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته