سرپل باختر د تلې لسمه :
په سرپل ولايت کې د موټرو د تګ راتګ د يوه پله د جوړولو کار نن پيل شو .
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پل د هندوستان هېواد له خوا د نهو ميليونو افغانيو په لګښت د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند د آسيا آباد په سيمه کې په شپږو مياشتوکې جوړيږي .
خبرځاى زياته کړه: د دغه پله په جوړيدو سره څلور ولسوالۍ له يوې بلې سره نښلول کيږي او د دغه ولايت په څلورو ولسواليوکې د لسګونو زرو کورنيو د تګ راتګ ستونزې لرې کيږي .
ختم_ سعيده _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ