امنیت

امنيتي ځواکونو دوه تنه يرغلګر ووژل .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
امنيتي ځواکونو پرون په لوګر ولايت کې دوه تنه تروريستان ووژل .
دلوګر ولايت دملي امنيت د رياست يوه خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: دوه تنه تروريستان چې په بې غږو وسلو او لاسي بمونو سمبال و دپل علم دښاروالۍ په چوک کې دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو تروريستانو هدف دامنيتي ځواکونو ترورول و چې هدف ته له رسيدو مخکې ووژل شول.
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحيمزى وايي چې ددغې پيښې په بهير کې نښته وشوه او له امله يې دملي امنيت دوه تنه منسوبين شهيدان او دواړه يرغلګر ووژل شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې څلور تنه ملکي وګړې هم ټپيان شوي دي چې د دريو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى او د درملنې لپاره کابل ته وليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته