امنیت

په هرات کې د خپل زوي د وژنې لپاره د هڅو په تور ديو سړي نيول کيدل

کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه :
امنيتي ځواکونو يوسړى  د خپل زوى د وژنې  د هلوځلو په تور ونيوه .
  دغه سړى چې، د هرات ولايت اوسيدونکى دى  تېره شپه  کله يې چې غوښتل  خپل زوى  په ډزو سره  ووژنې له لنډې نښتې وروسته دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې، په لومړنيو څېړنوکې  څرګنده شوه  چې، دغه سړي پخوا  په بادغيس ولايت کې  خپله ميرمن  او زوى  په ډزو سره  وژلي دي .او هرات ولايت ته يې  پناه وړې ده .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته