امنیت

په کابل کې دپوليسو دبسونو په کاروان ځانمرګي بريدونه وشول .

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دپوليسو دمنسوبينو دسپرلۍ  دبسونوپه کاروان  نن له غرمې مخکې دکابل ښار  دقلعه حيدر خان په ساحه کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول .
ويل شوي دي چې په دغه کاروان کې دپوليسو دماورينو دسپرلۍ پنځه بسونه شامل وو او په لسګونو تنه ځوان پوليسان يې چې نوي دميدان وردګو ولايت دپوليسو له تعليمي مرکز  څخه فارغ شوي وو کابل ته راليږدول .
دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي له باختر اژانس سره په خبروکې په دې پيښه کې دپوليسو مامورينو ته دسردزيان اوښتل تاييد کړل  او ويې  ويل چې په دي پيښه کې کابو ديرش تنه  وژل شوي او څه ناڅه شپيته تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وويل : چې دکورنيو چارووزير په داسې ډول  ددغو مامورينو په ليږدونه کې  دبې احتياطي داحتمال او دپيښې  دڅرنګوالي دڅيړنې په خاطر چې  دوى ته دسر ددروند زيان سبب شوي دي  ، يوکميسيون  ټاکلې دى .
  دپيښې له ساحې  څخه يوشمير عيني شاهدانو له  باختراژانس سره په اړيکه کې دپوليسو په منسوبينو بريدونه وغندل او ويې ويل چې ډار اچوونکو دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلت  او ښيګڼو  په پام کې نيولوپرته او ددغې مبارکې مياشتې فضيلتونه  او خصوصياتو ته دبې احترامۍ  سره بيا هم وينه تويه کړه او يوزيات شمير کورنۍ يې دماتم په ټغر  کښينولې .
دپيښې په ساحه کې يوه عيني شاهد وويل :ټول په دې پوهيږي   چې دپوليسو منسوبين زموږ دمسلمانو خلکو دسراو مال دساتنې په خاطر شپه اوورځ هڅه اوهاند کوي اوله شک پرته دپوليسو دمنسوبينو پرخلاف دغه شان بريدونه زموږ دهېواد اوخلکو ددشمنانو کار دى .
دپيښې په سيمه کې يوه هټيوال وويل چې ددغې خونړۍ پيښې عاملين نه  داسلام په باب معلومات لري او نه هم په اسلامي ارشاداتو پابندي لري .
ده وويل چې دښمن له شک پرته دامنيتي او دفاعي بنسټونو دزړورو منسوبينو په وړاندې دجګړې په ډګر کې  له غوڅي ماتې سره مخامخ شوى دى او دادى دخپلو بهرنيو بادارانو په اشاره په دغه شان  ډارن عملونو لاس پورې کوي .
دروژې په مبارکه مياشت کې دکابل ښار دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې  د ځانمرګي بريد وروسته چې له امله يې دنيپالي اتباعو په ګډون څوارلس تنه ووژل شول  دا دويمه خونړۍ  پيښه  ده چې په کابل کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته