اسلام اباد ايرناباختر دميزان٣٠
پاکستاني خبرځايونو خبرور کړى دى چې هندي ځواکونو د اوربندپه بيانقضولو سره د دغه هيواد دپنجاب ايالت په پوله کې د پاکستان په ځينو سيمو ډزې
کړي دي
ايرنا دپاکستان دپوځي خبرځايونو له خولې خبر راکړ ، چې دهنددسرحدي ځواکونو له خوا دپنجاب ايالت په ختيځ کې دسيالکوټ دسيمې دباجوات په ځينو سيمو دتوپونو بريدونه شوي دي او وروسته دپاکستان اردو د دغوبريدونودبندولو لپاره په غچ اخيستونکي اقدام لاس پورې کړ .
تراوسه پورې رسنيو ددغو بريدونو دتلفاتو په باب خبر نه دى خپورکړى .
دايرنا دخبر له مخې : د تيرې جمعې په شپه هندي پوله ساتونکود اوربند دتړون
په نقضولو سره دپاکستان دپنجاب ايالت د چافرار په سرحدي سيمې ډزې وکړې
د تيرې پنجشنبې په ورځ هم د هند د سرحدي ځواکونو له خوا اوربند نقض او د
پاکستان په لور ډزې وشوې چې دپاکستان يو پوځي و وژل شو.
پخوا هم دهند دسرحدي ځواکونو د هاوان د بريدونو له امله يوپاکستاني تبعه وژل شوي و او دوه تنه نورټپيان شوي وو
سربيره پردې پاکستاني پوځي مقاماتو خبر ورکړى دى چې دکشميردشخړي وړ سيمې دسرحددکنترول دکرښې په اوږدو کې دهنددسرحدي ځواکونودتوپونود ډزو له ا مله شپږ تنه پاکستانيان ټپيان شوى دى .
دا په داسې حال کې ده چې هند اوپاکستان يوپه بل باندې داوربند دسرغړونې تورلګوي
1 1 دقیقه لوستل