خبرونهټولنه

په سرپل کې د ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت یو جومات جوړېږي

کابل، د تلي ۱ مه، باختر

د سرپل سیمه ییز مسوولین وايي چې په د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یو ستر جامع جومات د بنسټ ډبره د څه پاسه ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت کېښودل شوه.

د سرپل سیمه ییزو مسوولینو باختر آژانس ته وویل چې، دغه جامع جومات د سرپل په مرکز کې په ۹۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړېږي، چې د رغولو چارې یې نن پیل شوې.

هېره دې نه وي چې یاد جومات به په یو وخت کې د ۲ زرو لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا ولري.

د یادونې وړ ده چې د دغه جومات د جوړولو ټول لګښټ د خلکو له خوا ورکول کېږي.

بسم الله ادیب، ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا