امنیت

دغور ولايت داړوندو ولسواليو امنيت تامنيږي .

کابل باختر دوري نهمه :
دامنيتي بنسټونو ځواکونه نن دانتخاباتو دترسره کولو لپاره دلاښه امنيت دتامينولو  په مقصد دغور ولايت اړوندو ولسواليو ته واستول شول .
په همدې مقصد دغور ولايت دمشرتابه هيئت په ګډون په چغچران ښارکې غونډۀ وشوه .
دچغچران  له ښارڅخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې غونډه کې چې دغور دوالي سيد انور رحمتي او ددغه ولايت  دمرستيال محمد امين توخي  ، امنيه قوماندان جنرال دلاور شاه دلاور ، دولايتي شورا درييس ، دملي امنيت درياست دمرستيال ، دملي اردو دکندک دقوماندان ، دهمغږۍ دمرکز دقوماندان دعامه نظم دکندک دقوماندان په غور کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دساحوي دفتر درييس  په ګډون جوړه شوې وه دغور دوالي  د انتخاباتي مرکزونو دامنيت دتامينولو په کار کې دامنيتي قوتونو دندې مهمې وبللې او ويې  ويل  چې دانتخاباتو اعتبار او په هغو کې د غور ولايت دخلکو پراخ ګډون ستاسو په ميړانې اوځواکمنۍ  پورې اړه لري له دې امله خپلې ټولې هلې ځلې  په کار واچوي اومه پريږدۍ چې دافغانستان دخلکو دښمنان او د پرديو مزدوران  دانتخاباتو بهير ګډوډه کړي .
دغور والي زياته کړه چې نن زموږ قوتونه ښه ارتباطي امکانات لري چې کولاي شي دکومې ستونزې درامنځته کيدو په صورت کې له مرکز سره اړيکې  ونيسي او که چيرې هوايي ملاتړ ته اړتياوي په غوڅه توګه به يې ملاتړ وشي .
دملي پوليسو ، ملي امنيت او دملي اردو يوزيات شمير ځواکونه دتيوري ، تولک ، ساغر ، شهرک ، دولينه او پسابند دولسواليو دسيمه ئيزو  مقاماتو دملاتړ په مقصد دغو ولسواليو ته استول شوي دي او دغه ځواکونه انتخاباتي توکي او اړونده کارکوونکي په خوندي  توګه ليږدوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته