
کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر
د سرپل ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د خلکو په شخصي لګښت د ۶ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت ځایي مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه جومات د مرکز اړوند په بیش باغ سیمه کې په ۲۲۵ متر مربع ځمکه کې جوړېږي، چې پرې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د مسوولینو په وینا، دغه جومات په یوه وخت کې د ۵۰۰ کسانو د ځایولو وړتیا لري.
لمر