ټولنه

تبصره

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٣٠
د دسمبر دمياشتې ١٨(د ليندۍ دمياشتې ٢٨) دمهاجرت نړيواله ورځ ده .
دغه ورځ دهغو کسانو درناوى دى چې په بېلابېلو دلايلو له خپلو مينو او ټاټوبو څخه بيځايه کيږي چې د ژوندانه په ارزښتونو برلاسى پيدا کړي او ديوې ښې راتلوونکي په هيله خپل ژوندانه ته دوام ورکړي.
دباختر آژانس مفسر ليکي : دليندۍ دمياشتې ٢٨ دمهاجرت له نړيوالې ورځې سره سمون خوري.
دغه ورځ دهغو مليونونو تنو انسانانو درناوى دى چې په بېلابېلو دلايلو له خپلو مينو او کورونو څخه بيځايه شوي او ديوه ښه ژوندانه دترلاسه کولو په موخه يې نورو هيوادونو ته مخه کړې ده
دغه ورځ افغانستان ته ځانګړى ارزښت لري ځکه افغانستان دهغو هيوادونو په ډله کې دى چې زيات شمير مهاجرين او بيځايه شوي کسان لري.
له دغه هيواد څخه دمهاجرت دليل هم څرګند دى.
دجګړې او نا امنۍ دوام چې پايلې يې بې وزلي ،وزګارتيا او ټولنيز تقابل دى . په افغانستان کې ډيرې کمې داسې کورنۍ پيدا کولاى شو چې دخپلې کورنۍ يو يا څو تنو غړو يې په مهاجرت لاس نه وي پورې کړى.
همدا اوس له افغانستان څخه په سلګونو تنه مهاجرين په اروپايي هيوادونو ، آسترليا،پاکستان او ايران کې شپې سبا کوي. چې زيات شمير يې دبې سرنوشتۍ او دردوونکي ژوندانه له امله په اردوګاه کې کړيږي او له هغو ستونزو سره سره چې لري يې دې ته حاضر دي چې بيرته خپل هيواد ته ستانه شي . ځکه دجګړې ،نا امنۍ ،بې وزلۍ او د وزګارتيا دوام هيوادته دهغوى دبيرته راستنيدو ستر خنډ دى . هغو افغانانو چې نن ځانونه اروپا ،آسترليا او دهغوى ګاونډيو هيوادونو ته رسولي دي خطرناک او له ستونزو ډک سفرونه کړي دي چې په ځينو حالاتو کې دهغوى او دهغوى دکورنيو دسر په بيه تمام شوى دى.
دترکيې له تګلوري څخه د اروپا په لور اويا داندونيزيا له تګلوري څخه د آسترليا په لور خطرناکو اروپايي سفرونو دافغان مهاجرينو او دنورو افغانانو په ذهنونو کې دردوونکې خاطرې پيچکاري کړې دي چې ښيي په خپل هيواد کې د دوى ستونزې جدي وې که نه دخطرناکو سفرونو منلو ته يې غاړه نه ايښودله.
دمهاجرت نړيواله ورځ دمهاجرينو دحالت په نسبت د څيړنې او دقت لپاره فرصت دى چې هيوادونه ،موسسې ،افراد او په پاى کې بشريت دمهاجرانو دردونه او کړاوو زيات درک کوي او بايد په عاطفې ،معقوليت او انساني نظر سره دهغوى مرستې ته ورودانګي.
سره له دې چې په افغانستان کې ناوړو حالاتو او شرايطو له هيواد څخه دمهاجرت حجم دروند کړى دى کوربه هيوادونه هم دهغوى دغه حجم لاپسې زياتوي او دهغوى په منلو او يا داستوګنې داجازې په ورکولو کې زياتې پلمې پيدا کوي نن ورځ په پاکستان او ايران کې افغان مهاجرين ډيرې زياتې ستونزې لري.
پاکستان دمهاجرينو مسله تل په سياسي او سليقوي نظر سره تعقيبوي او تل يې هلې ځلې کړې دي چې له دغې کتلې څخه دافغانستان د دولت پرخلاف دفشار په توګه کار واخلي. دافغان مهاجرينو سره دپاکستاني مقاماتو او پوليسو دردوونکى چلند د دې سبب شو چې په روان کال کې کابو يو مليون تنه افغان مهاجرين له دغه هيواد څخه بيرته افغانستان ته راستانه شي.
په ايران کې هم دافغان مهاجرينو په وړاندې شخصي محدوديتونه شتون لري . په داسې حال کې چې افغان مهاجرين دايران په اقتصادي وده کې زياته ونډه لري او په کمې اجورې سره يې زيات کارونه ترسره کړي دي.
اروپايي هيوادونه هم دامنيتي دلايلو له مخې او په ځينو حالاتو کې هم په اقتصادي دلايلو له مهاجرينو سره مناسب چلند نه لري او په خپلو هيوادونو کې دمهاجرت دقوانينو دمحدودولو په لټه کې دي.
په داسې حال کې چې ددغه شان دريځ غوره کول.
نه يوازې په دغه هيواد کې دمهاجرتونو حجم نه کموي بلکې مهاجرين زيات دانسان دقاچاق وړونکو په لومه کې غورځوي او نورې ستونزې پيدا کوي .
دمهاجرت شخړه اوس په يوې پراخې او پيچلې شخړې بدله شوې ده چې يوازې په دغه واقعيت پوهيدل او دهغه له عواملو سره مبارزه کولاى شي.
دمهاجرت کړاو پاى ته ورسوي . دبحران ځپلو هيوادونو د امنيتي حالت ښه والى او اقتصادي وده دمهاجرت د ورځ په ورځ زياتيدونکي بهير دکنټرولولو په موخه د هڅو يوه برخه کيداى شي له دغه هيواد سره مرسته بايد دسترو هيوادونو دسياست او پاليسۍ يوه برخه شي له سياليو څخه لاس اخيستل دنيابتي جګړو پاى ته رسول.او له سياسي سليقو سره لرې والى ددغه شان ستونزو د حل کولو لپاره مرسته کولاى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته