ورزش

عزيزالله فضلي د کرکټ بورد د رئيس په توګه وټاکل شو

– کابل باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :   
عزيزالله فضلي د افغانستان د کرکټ بورد د رييس او غړي په توګه خپل کار پيل کړ.
عزيزالله فضلي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني  د حکم له مخې د کرکت بورد د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
د ه د افغانستان د کرکټ بورد په بېلابېلو برخوکې کار کړى دى .
عزيزالله فضلي نن د کرکټ بورد کارکوونکو ته معرفي او په کار يې پيل وکړ .
ده ټينګاروکړ چې په افغانستان کې به د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره کار وکړي او ژمنه يې وکړه چې د هېواد په کرکټ بورد کې نيمګړتياوې له منځه وړي.
فضلي د شکرالله عاطف پرځاى چې دوه کاله مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس د حکم له مخې دکرکټ بور د درئيس په توګه ګومارل شوى و،  ټاکل کيږي .
د هېواد په کرکټ بورد کې بدلونونه په داسې حال کې ترسره کيږي چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په دې وروستيو وختوکې د آسيايي جام په سياليو کې د سريلانکا پياوړي ټيم ته ماتې ورکړه او ټاکل شوې ده خپله بله لوبه د بنګله ديش د کرکټ له ملي ټيم سره ترسره کړي.
پاى ج    ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته