امنیت

په هلمندکې د طالبانو ځانمرګي او خپل منځي بريدونه

لښکرګاه باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٦ :
په هلمند ولايت کې د طالبانو د ډلې د ځانمرګو خپل منځني خونړيو بريدونو له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: لومړى ځانمرګى بريد کوونکى په ګرشک ولسوالۍ کې په ملاعبدالرسول پورې د اړوندو طالبانو په سنګر ځان وچاوه.
وروسته د طالبانو د ډلې د مشر ملاهبت الله د برخې يو ځانمرګى بريدګر ځان د ملارسول د طالبانو په يوسنګرکې وچاوه.
د هلمند د والي وياند عمرځواک باختر آژانس ته وويل چې په دې بريدکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
د طالبانو د مشر په توګه د ملاهبت الله د ګومارنې له وخت څخه د دغې ډلې يو قوماندان ملارسول هغه ته بيعت ونکړ .
ملارسول، ملاهيبت الله د پاکستان د استخباراتو د لاسپوسى بولي او وايي چې په افغانستان کې به د هغه پرخلاف جهاد وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته