اقتصاد

دافغانستان کرنيز محصولات دچين دوارداتو په نړيوال نندارتون کې دپاملرنې وړ ګرځيدلي دي .

کابل باختر د لړم  څوارلسمه :
دچين دوارداتو په لومړني  نړيوال نندارتون کې دافغانستان کرنيز محصولات او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي .
   دصنعت او سوداګرى وزارت  دوياند دڅرګندونوله مخې ،  دافغانستان  کرنيز محصولات او لاسي صنايع په هغې نندارتون کې چې نن  پرانستل شو  دپاملرنې وړ  ګرځيدلي دي .
  دصنعت اوسوداګرى  وزارت وياند  مسافر قوقندي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه نندارتون دچين دولسي جمهوريت  دجمهور رييس او دنړى دکابو سلو هېوادونو داستازو په شتون دچين دشانګهاي په ښار کې  پرانستل شو .
  ده زياته کړه دچين دوارداتو لومړنى نړيوال نندارتون دافغانستان په ګډون له بېلابېلو  هيوادونو څخه  دڅه دپاسه  درې زره  توليدي – صنعتي شرکتونو په ګډون  دنوامبر په مياشت کې له پنځمې نيټې  څخه پيل  او دهمدې مياشتې تر لسمې نيټې پورې  دوام مومي . 
  قوقندي زياته کړه چې  دهيواد دصادراتي  محصولاتو په نندارتون کې غالى ، زعفران ، تازه او وچه ميوه په تيره بيا  جلغوزي  ،  قيمتي  اونيمه قيمتي ډبرې او لاسي صنايع  نندار ې ته وړاندې شوي دي . 
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته