قلات باختر د وږي ۱۳ مه
په زابل ولایت کې د ځوانانو،مدني ټولنو،زده کړیالانو او د ښوونکو له لوري د سولې د ولایتي کمېټې لپاره د رضاکارانو ټولنه جوړېږي.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛
له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې په زابل کې د سولې د دار الانشاء رېيس سردار ولي سرحدي د سولې په تړاو د ځوانانو په راټولېدنې خوښي وښوده او زياته يې کړه چې،جنوب مېشتې د سولې پلويان او د هر هغه چا ملاتړي دي، چې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره هڅه او مبارزه کوي.
د غونډې ګډنوالو هم ټولو په یوه غږ سره وویل چې د سولې د پروسې لپاره به رضاکارانه فعالیتونه ترسره کوي او د همدې لارې به د غونډو او مطبوعاتو په مت د عامه فکرونو د رغولو لپاره کارکوي.
د یادونې وړ ده چې یاده ټولنه له دېرشو تنو څخه جوړه او په څلورو کمېټو وویشل شوې چې له دې وروسته به د مرکز قلات او ولسواليو په کچه د تلپاتې سولې په پار خپل رضاکارانه فعالیتونه ترسره کوي.پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل