مسکو دروسيي غږ باخترد وري دمياشتې ١٧ :
د روسيي د وسله والو ځواکونو د قوماندان مرستيال پرون خبريالانو ته وويل چې روسيه په افغانستان کې دپوځي اډې د جوړولو لپاره کومه طرحه نه لري.
دده دڅرګندونوله مخې: يواځې دغه امکان شته چې روسيه د هليکوپټرو دفني خدمتونو دمرکز دجوړولو لپاره د ناټوله مسوولينوسره خبرې وکړي.
د روسيې د وسله والو ځواکونو دقوماندان مرستيال دغه راز زياته کړه چې روسيه دافغانستان د دولت په غوښتنه دهيواد دکورنيو امنيتي ځواکونو د پياوړتيا اوپه دغه هيواد کې د ثبات او امنيت د تامينولو ته درناوى کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ