
کابل، د وږي ٢مه، باختر
د عدلیې وزارت وايي، چې په سرپل کې د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي بورډ چې د دغه وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، په دغه ولایت کې یې ۱۳۱۶ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د ادرینګ او بلغلي سیمو د ١٣١٦ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې، چې د یو شمېر کسانو له خوا په کرنیزو ځمکو بدلې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوې ده.