اقتصاد

تر يوې مياشتې پورې دافغان سټلايټي سپوږمکۍ په مدارکې درول کيږي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوجي  وزارت نن  له يو فرانسوي شرکت سره  يو تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې په افغانستان ترراتلونکې يوې مياشتې پورې  دفضا په  مدار کې دسټلايټ  دلومړۍ سپوږمکۍ په درولوسره ونښلول شي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
دمخابراتو او دمعلوماتي تکنالوجى وزير انجينير اميرزي  سنګين   ددغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې وويل په نړيوال سټلايټ کې افغانستان دختيځ په پنځوس  درجه کې موقعيت لري چې يو ځانګړى  موقعيت دى  او تراوسه  پورې افغانستان له خپل دغه موقعيت څخه استفاده نه  ده کړې .
دغه وزارت دښومخابراتي ټلويزيوني او انټرنټي خدمتونو دوړاندې کولو په خاطر غواړي دځمکې په مدار کې سپوږمکۍ ځاي پرځاى کړې او په همدې مقصد دنړيوالې داوطلبۍ  بهير ترسره کړ چې يو تيل ست  فرانسوي شرکت ګټونکى شو او دغه شرکت دځمکې په مدار کې سپوږمکۍ ځاى پرځاى کوي چې   افغان ست نومول شوى دى  او دغه شرکت مکلف دى چې دغه بهير تريوې مياشتې  پورې بشپړ کړى  .
دمخابراتو د وزير دڅرګندونوله مخې :   دغه سپوږمکۍ  په ټول هيواد په مستقيم ډول مخابراتي ، انټرنټي او د راډيو او ټلويزيون د خبرونو آسانتياوې برابروي .
دغه راز دافغاني  شبکو خپرونې دسيمې هيوادونو ته پراختيا مومي.
اميرزي سنګين دغه راز وويل :   افغانستان په فضا کې له خپل دغه موقعيت څخه امتياز  اخلي او ددغې سپوږمکۍ د درولو  ټول لګښت د يوتيل ست شرکت له خوا ترسره کيږي او افغانستان له خپل دغه امتياز څخه په کال کې پنځلس مليونه ډالره امتياز ترلاسه کوى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهى په لنډو خبروکې وويل په نړيوال  سټلايټ  کې ددغې سپوږمکۍ  په درولو سره دافغانستان د صوتي او تصويري رسنيو په خپرولو کې ښه  والى رامنځته کيږي او ګاونډي  او د منځني 
ختيځ  هيوادونه د افغان شبکو له خپرونو څخه  ګټه اخلي.
دغه تفاهم ليک دمخابراتو وزارت د تخنيکي معين انجينير بريالى  حسام  او دفرانسې ديوتيل ست شرکت درييس له خوا لاسليک شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته