خبرونهامنیتټولنه

په سرپل کې ۵ تنه د صحرايي مرغانو د ښکار په تور ونيول شول

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د سرپل امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې یې ۵ تنه د صحرايي مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.

د ګوسفندي ولسوالۍ امنیتي مسوولینو د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد ۵ تنه یې د دغې ولسوالۍ په اولمه کلي کې د صحرایي مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان له مخې په ټول هېواد کې پر هر ډول  ښکار بندیز لګېدلی دی.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا