سیاست

د ولسي جرګې دنوماند عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز کمپاین په غونډه کې چاودنه وشوه

هلمند باختر د تلې ۲۵ مه د هلمند ولایت په لښکر ګاه ښارکې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د ولسي جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز کمپاین په غونډه کې چادنه وشوه. د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد د باختر آژانس سیمه ېيز خبریال ته وویل چې ماین تر چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی و. سرچینه زیاتوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې عبدالجبار قهرمان شهید شوی او اووه تنه نورټپيان شوي دي. د روانې میاشتې په اوولسمه نېټه هم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یوه ځانمرګي برید د راتلونکې ولسي جرګې ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه اته تنه پلویان ووژل. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت ترڅنګ په افغانستان کې ميشتو نړیوالو ځواکونو هم ژمنه کړې چې د ټاکنو په امنیت کې به د افغان ځواکونو مرسته کوي. پارلماني ټاکنې به د تلې میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي چې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره به له ټول هېواده کابو۲۵۰۰ نوماندان پکې ګډون کوي. پای/وصال لومړني معلومات

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته