امنیت

په بغلان کې په يوه پوځي قرارګاه دطالبانو ناکام بريد .

-کابل باختر دچنګاښ ١٤ مه
دبغلان په ډنډ شهاب الدين ساحه کې دپوځيانو په نښته کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور يې ټپيان شول .
دبغلان دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې مدير صلاح الدين باختراژانس ته وويل: تېره شپه طالبانو  په ډنډ شهاب الدين ساحه کې په امنيتي قرارګاه بريد وکړ ،درې طالب ووژل شو او دوه نور يې ټپيان شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي دبغلان په ځينو برخو کې دطالبانوپه سنګرونو هوايي بريدونه وشول .
په دغو بريدونوکې چې تېره شپه ترسره شول وسله والو طالبانو ته دسردرانده زيانونه اوښتي دي خو دقيق شمېر ېې څرګند نه دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې، وسله والو طالبانو  د ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته