امنیت

ديوه ټانګ دچپه کيدو له امله شپږ تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر دلړم ديرشمه :
دبدخشان ولايت په يمګان ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دسپرلۍ ټانګ دچپه کيدو له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دبدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن باختراژانس ته  وويل چې دغه پيښه تيره شپه ديمګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې له طالبانو سره دنښتې په بهير کې  رامنځته شوه .
دده دڅرګندونوله مخې، دطالبانو يو ټانګ ددغې نښتې په بهير کې  له خپل تګلوري څخه واوښت په دغې ولسوالۍ کې په يوه دره کې چپه شو چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې دطالبانو ټانګ بيخي له منځه تللى دى .
ديادونې وړ ده چې دوسله والو طالبانو له شتون څخه ديمګان ولسوالۍ  داړوندو سيمو دپاکولو  په موخه دامنيتي  ځواکونو چاڼيز عمليات په ډير لنډ ممکن وخت کې پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته