کابل باختر د چنګاښ شپږمه
په کاپيسا ولايت کې يو تن تيرماښام دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو .
دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ دپچه غان دسيمې اوسيدونکى ديرش کلن محمد حسين دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په خپل کورکې په ډزو سره ووژ ل شو .
دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوال سلطان محمد نجرابي باختر اژانس ته وويل چې ددغي وژنې انګيزه شخصي دښمنې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې تراوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو په دې باب خپلي څيړنې پيل کړي دي .