سیاست

جمهور رئیس غني د شهیدې فرخندې د فاتحې اود قرآن عظیم الشان د ختم په مراسموکې ګډون وکړ

کابل  باختر د وري شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د شهیدې فرخندې د فاتحې او د قرآن عظیم الشان د ختم  په مراسموکې ګډون وکړ.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغو مراسمو کې چې نن غرمه د ارګ په جامع جومات کې پرځای شول په داسې حال کې چې د شهیدې فرخندې پلار، وروڼو او یو شمېر خپلوانو هم حضور درلود، د مراسمو برخه والو د شهیدې فرخندې اروا ته دعا وکړه او د لوی خدای له دربار څخه یې د هغې مرحومې کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دغو مراسمو کې د جمهور رئیس غني او د شهیدې فرخندې د کورنۍ د غړوپه ګډون سربیره د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د عالمانو د سراسري شورا رئیس قیام الدین کشاف، یو شمېر وزیرانو،د ځینو وزارتونو سرپرستانو، د ملي شورا ځینو غړو او حکومتي چارواکو برخه اخستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته