روغتیا

په باميانوکې د کانګو تبې هېڅ کومه مثبته نښه نه ده ثبته شوې

کابل/باختر/ د زمري١٦مه
د باميانو مسوولين وايي چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه په دغه ولايت کې د کانګو کومه مثبته پېښه نه ده ثبته شوې.
د کانګو وينه ورکوونکي تبه داسې ناروغي ده چې د کنې د چيچلو له لارې لېږدول کېږي او دغه راز په دې ناروغۍ د اخته څارويو له غوښې او پوستکي سره د تماس له لارې انساناتو ته لېږدول کېږي .
د باميانو د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو مسوول ډاکترمحمد نيطاقي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه د کانګو تبې هېڅ راز مثبته پېښه په دغه ولايت کې نه ده ثبته شوې.
هغه زياته کړه چې تېرکال يو تن په باميانوکې د کانګو تبې په ناروغۍ اخته شوى و چې په خپل وخت تداوي شو.
د باميانو د عامې روغتيا رياست د ساري ناروغيو مسوول وويل چې دغه رياست له دې وژونکې ناروغې سره د مبارزې په لاره کې بشپړ تيارى لري.
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره بايد له څارويو سره له تماس څخه ډډه وکړي.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته