سیاست

داجرائيه رياست اعلاميه

کابل باختر دتلې دمياشتې  ١١  نيټه  :
دامريکاپه لاس ويګاس کې داغمجنې پيښې په اړوند داجراييه رياست اعلاميه
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دامريکا په لاس ويګاس کې دډزو له امله په لسګونو تنه پوځيان وژل شوي   په سلګونو  تنه نور ټپيان شوي دي.
ددغې زړه بوږنوونکي  پيښې له امله سخت غمجن  اوخواشينى شوي يم.
نړيواله ټولنه له بل هر وخت څخه زيات دافراطي  او جنايتکارو ډلو له  خوا 
له ګواښ  اوخطر سره مخامخه شوې ده او هيڅ هېواد ددغو ډلو  له شرڅخه
خوندي   نه دى  ګډ ګواښونه  ددې غوښتنه کوي چې دنړۍ دولتونه په
يوموټيوب سره  دډاراچوونې .، افراطيت او تندلارې توب په وړاندې ودريږي او
دملکي و ګړو دعامه وژنې او وينې تويولو له دوام څخه ډډه وکړي.
دافغانستان د حکومت او خلکو په نيابت  او دامريکا دمتحده ايالاتو له دولت
او دوستو خلکو سره همدردي  او غمشريکي څرګندوم .
دافغانستان خلکو په نړۍ کې له هر ملت څخه زيات  له ډاراچوونکو او بنسټپالو
ډلو څخه زيان ليدلى دى  او په همدې دليل دقربانيانو دکورنيو  او دامريکا
دمتحده ايالاتو  دخلکو درد په ښه  توګه حس  کوي. پاى ف   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته