سیاست

حامد کرزي دانتخاباتو په بهير کې دلاسوهنې په نسبت خبر دارى ورکړ.

کابل باختر دتلې دمياشتې ١٥
دهيواد جمهور رييس خبردارى  ورکړ بايد بهرنيان دانتخاباتو په بهير کې لاسوهنه ونه کړى او په افغانستان کې دتيرو انتخاباتو  ترخې تجربې تکرارې نه کړى .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  حامد کرزي چې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې ټينګار وکړ چې د دولتي ادارو مقامات ، منسوبين او کارکونکې او دامنيتي مرکزونو منسوبين دانتخاباتو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او په دې اړوند صادرشوي فرمانونه دې  په پام کې ولري.
ده وويل :  دانتخاباتو په اړوندو چارو  کې لاسوهنه د زغم وړنه دي  .
ده هغو بهرنيو کړيو ته چې په انتخاباتې چارو کې دلاس وهلو نيت لري خبر دارى ورکړ  چې له مداخلې څڅه دې لاس واخلي او په تيرو دوو انتخاباتو کې ترخې تجربې تکرارې نه کړي او افغان دولت او دهغه مرکزونه هم  ددغه شان لاسوهنو اجازه نه  ورکوي .
دغه راز حامد کرزي په هيواد کې دماليې ورکولو په شرايطو برابر له ټولو افرادو څخه غوښتل چې د رايې ورکولو کارتونه  ترلاسه او په انتخاباتو کې دې ګډون وکړي.
د جمهور رييس کرزي د خبرې کنفرانس جزئيات به وروسته خپور شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته