ټولنه

دکندز د انتخاباتو دکميسيون ريېس هيله څرګنده کړه چې دغه حالت به بدلون وکړي .

کابل باختر د ثور  دريمه :
دکندز ولايت  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ريېس  دنوم ليکنې دبهير له امله د انديښنې په څرګندولو سره  هيله  څرګنده کړه چې دغه حالت به  بدلون  وکړي .
  دکندز  ولايت  دانتخاباتو دکميسيون ريېس محمد رسول عمر د باختراژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې، دکندز ښار  د نوم ليکنې په پنځه ديرشو مرکزونوکې په لومړۍ اوونۍ کې  د دغه ولايت څه ناڅه يوزرو اووه سوه تنو اوسيدونکو  خپل نومونه ليکلي دي .
ده زياته کړه چې، دغه شمېر دکندز ښار وګړو او د رايې ورکولو واجدانو ته په پاملرنې سره  ډير لږ دى .
عمر وويل  چې په کندز ښار کې دنوم ليکنې له پنځه  پنځوسو مرکزونو څخه  پنځه دېرش مرکزونه فعال  دي او هلې ځلې  دوام لري  چې پنځلس نور مرکزونه هم فعال شي .
دکندز ولايت  دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ريېس دټولو عالمانو اومخورو څخه وغوښتل چې  د رايې ورکولو په شرايطو  برابر واجدين دغه ملي پروګرام کې دګډون لپاره وهڅوي .
له بله پلوه  يوشمېر  کسان چې  دکندز دشېرخان دعالي ليسې  د نوم ليکنې مرکز ته راغلي و ، سره له دې چې په دغه ملي پروګرام کې ګډون د دغه هېواد د هر وګړي حق او پور وباله  زياته يې کړه  چې بايدد ښځو او نارينه و په ګډون د رايې ورکولو په شرايطو برابر  هېوادوال په دغه ملي  او برخليک ټاکونکي پروګرام کې ګډون وکړي .
خو يوشمېر نورو سره له دې چې له انتخاباتو سره يې  خپل جدي ملاتړ  اعلام کړ د تذکرو ترشا د نښه شوې پاڼو د لګولو له امله  اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل  په لرو پرتو سيمو کې چې د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې دي  له ستونزې سره مخامخ کېږي . خو په ټوليزه توګه  له دغه بهير سره يې  خپل ملاتړ اعلام کړ .
    ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته