نړۍ

په لسګونو تنه تروريستان په شمالي وزيرستان کې ووژل شول

اسلام آباد – ايرنا – باختر د زمري دمياشتې ٢٩
د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمې د پاکستان د جنګي الوتکو د بريد له امله پرون مازيګر ٢٥ تنه مليشې ووژل شول.
د ايران د دولتي خبري آژانس دخبرله مخې:
په تيرو ورځوکې هم په شمالي وزيرستان ورته بريدونه ترسره شوي دي چې له امله په لسګونو تنه مليشې وژلې شوې دي.
د خبرځاى دخبر له مخې: د ډيورند کرښې ته په څېرمه سيمو د تروريستي ډلو او طالبانو په سنګرونو د پاکستان د بريدونو دوام د دې سبب شوى دى چې دغه ډلې افغانستان نه وتښتي او دغه موضوع تل د افغانستان د انديښنې سبب شوې ده.
د پاکستان د اردو د رپوټ له مخې: له پنځلسو مياشتو څخه د تروريستانو پرخلاف د عملياتو له پيل څخه تر اوسه پورې څه ناڅه درې زره تنه تروريستان د پاکستان په شمالي لويديځو سيموکې وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته