روغتیا

د عامې روغتيا وزير د روغتيايي مسوولينو کارونه وڅېړل

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز د روغتيايي ادارو له مسوولينو سره  په  غونډه کې، له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د دوى کارونه وڅېړل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتيايي ادارو مسوولينو له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د خپلو کارونه رپوټونه د عامې روغتيا وزير ته وړاندې کړل.
د عامې روغتيا وزير د روغتيايي ادارو د کارونو له څېړنې وروسته اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي، د بودجوي چلنجونو د حل کولو، د روغتيايي خدمتونو تطبيقوونکو موسسو ته د روغتيايي خدمتونو د ښه والي په خاطر د يو جوړښت د برابرولو او په ټاکلي وخت د دغو موسسو له خوا د روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې جدي اجراآت وکړي.
دغه راز د عامې روغتيا وزيرله کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د روغتونونو د عاجلو څانګو د تياريو، په محافظتي وسايلو د دغو مرکزونو د روغتيايي کارکوونکو د سمبالولو، د اړتيا په صورت کې له کرونا ويروس سره په مبارزه کې د روغتيايي پرسونل د زياتوالي او په روغتيايي برخوکې د کارونو او د موجودو جلنجونو لپاره جمهوري رياست ته د يو رپوټ د برابرولو د اړتيا په صورت کې له اړوندو مسوولينو سره خبرې او لازمې لارښوونې وکړي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته