امنیت

په مزارشريف کې د ځانمرګى بريد مخه ونيول شوه

کابل/ د تلې٣٠مه / باختر
د ملي امنيت د لوى رياست د ځانګړو قطعاتو ځواکونو په هدفمندو عملياتوکې د ځانمرګو بريدونو يوه څلورکسيزه شبکه د مزارشريف ښار په فردوسي څلورلاره کې ونيوله.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغې شبکې له يوه ځانمرګي بريد څخه په استفادې سره په مزارشريف ښارکې د تاج خصوصي پوهنتون پر رييس جنرال ملک د ځانمرګي بريد د ترسره کولو نيت درلود چې موخې ته له رسېدو مخکې له پېژندلو وروسته ونيول شوه.
په خبرپاڼه کې حبيب الرحمن د حنظله په مستعار نامه ځانمرګى بريدګر، سېد ميا پوهنتون ته د ځانمرګي بريدګرلېږدونکى او لارښود سېد نصير په مزارشريف ښارکې د ځانمرګي بريدګر ساتونکى او عبدالمنير دغې شبکې ته د وسايلو او وسايطو برابرونکى ياد شوي دي.
ځانمرګى بريدګر د حنظله په مستعارنامه په بغلان ولايت کې د طالبانو تروريستي ډلې         ته جذب او کندز ولايت ته د ځانمرګو مسوول قاري اسحاق ته استول شوى و چې له يوې مياشتې وروسته دبريد ترسره کولو لپاره دمزاراشريف ښار ته سېد نصيرته استول شوى و چې ځانمرګى بريد ترسره کړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته