امنیت

په سمنګانوکې دځمکي دسلګو نو غاصبينو د نيولو لارښوونه صادره شوه

کابلباختر د سلواغى ١٩ مــــــــــــــه

دسمنګانو ولايت سيمه ييز مسو لين وا يې ددولتي ځمکو په سلګو نو غاصبان ترقا نو ني څارنې لا ندې نيول کيږي

دسمنګانو ولايت د استيناف څارنو الۍ رئيس محمد وزير جلا لي د باختر ا طلاعا تي ا ژانس ته وويل: د هيواد د لوى څارنو الۍ له خوا ددولتي ځمکو د ٨٦١ تنو غاصبانو لست چې ددغه ولايت په پنځو ولسواليو کې اته ديرش زره درې سوه شپږ نوي جريبه دولتي ځمکه او څړ ځايو نه غصب کړي دي رسيد لى دي

دده دڅر ګندونو له مخې ددغو غاصبانو لست په رسمې ډول د نوم ، د استو ګنې دسيمې اود غصب شويو ځمکو د اندا زې په تفکيک سره دد وي په واک کې ورکړ شوي دي خو څارنو الۍ دوي ته لارښوونه کړي ده چې غاصبان تر قا نو ني څارنې لا ندې ونيسې

دسمنګانو ولايت د استيناف څارنوالۍ رئيس وويل چې د لو ى څارنوالۍ دمعلو ما تو له مخې دروي دو آب په ولسوالۍ کې پنځه زره نهه سوه لس جريبه ، دخرم سارباغ په ولسوالۍ کې درې زره يو سلو دوه ديرش جريبه ، د بر او کوز دره صوف په ولسواليو کې دولس زره اته سوه يو پنځوس جريبه اود حضرت سلطان په ولسوالۍ کې شپاړس زره پنځه سوه جريبه ځمکه په دغه لست کې دشا ملو افرادو له خوا غصب شوي ده

جلا لى زيا ته کړه چې ددغو کسا نو لست ددوي د نيولو په مقصد د ولايت امنيتي مرا جعو ته ليږل شوي دي چې هغوى ونيسې اود تحقيق په مقصد دي څارنو الۍ ته معر في کړي

په همدى حال کې دسمنګانو ولايت د کرنې او او بو لګولو رئيس انجنير عبدالرا زق رحيمي د مرکز له خوا ددغو کسا نو د لست رسيدل تا ئيد کړل او وي ويل هغه لست چې د لوى څارنو الۍ له لاري رسيد لي دي هغه په ولسواليو کې ددغې ادارى د املا کو مديرا نو پيژند لى او مرکز ته ليږلى و .

 دسمنګانو ولايت د کرنې او او بو لګولو رئيس زيا ته کړه ددغو ځمکو ا ندا زه چې په دغه لست کې شا مله ده دهغو دولتي ځمکو اوڅړ ځايو نو په پر تله چې د جګړو او بي قا نو ني په کلونو کې غصب شوي دي ډير ناڅيز دي

دده دڅرګندونو له مخې هغه احصا ئيه چې د کرنې او او بو لګولو وزارت له لاري له دوي سره شته ددغه ولايت د مرکز اوشپږ ګو نو ولسواليو په کچه شپږ سوه څلور اتيا زره هکتاره څړ ځايو نه شته

ده وويل دغه څړ ځايو نه عامه ملکيت دي او په جدې تو ګه څارل کيږي خو په دې باور د ي چې له دغو ځمکو څخه په تيرو کلونو کې په سلو کې پنځه ديرش يې چې دوه سوه  نهه ديرش زره هکتاره کيږي په بيرحمي سره د سيمه ييزو زبرځوا کو له خواغصب شوي ده او له دغه څړ ځايو نه په زرا عتي ځمکو بدل شوي دي

 د کر نې او او بو لګولو رئيس وويل ددغو ځمکو د بيرته اخيستلو په خا طر د خلکو ټو لې زرا عتي ځمکې د هيئت له خوا څيړل کيږي او له دې سره دوي په تيرو څو کلو نو کې دغصب شويو ځمکو په سلو کې لس له يو شمير افرادو څخه اخيستې او بيرته يي په څړ ځايو نو اړولي دي

 د کر نې رئيس زيا ته کړه ددغو څړ ځايو نو دغصبولو له ا مله په وروستيو کلو نو کې د مالدارا نو څاروي دوښو له کمښت سره مخامخ شوي دي اوپه همدي دليل دغو ښي و، شيدو ، اووړيو په شان دڅارويو محصو لات هم دسمنګانوپه بازارو نو کې کم شوي دي

له بله پلوه دسمنګانو ولايت د بر دره صوف ولسوال احمد علي حسيني وويل ددولتي ځمکو اوڅړځايو نو ديو شمير غاصبا نو لست د ولايت د مقام اود استيناف دڅارنو الۍ له خوا دغې ولسوالۍ ته رسيد لى دي . دده دڅرګند ونو له مخې دوي دځمکو دڅو تنو غاصبانو او له دې جملي څخه دډبرو سکرو د کان د نهه سوه دري جريبه ځمکې غاصبان يې په رسمې دول عد لي او قضا يي ارګانو نو ته معرفي کړي دي چې له قا نون سره سم ورسره چلند وشى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته