ټولنه

ديرش ټولګټې پروژې داستفادې وړ وګرځيدې .

کابل باختر  دچنګاښ  پنځمه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت له خوا په سرپل ولايت کې دديرشو ټولګټو پروژو کار بشپړ او پرون داستفادې وړ وګرځيدې .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغو پروژو کار دشپږ څلويښتو مليونو اووه سوه څلور نوي زرو افغانيو په لګښت دسرپل ولايت په سانچارک  ولسوالۍ کې بشپړ شوى دى .  په دغو پروژو کې داووه ښوونځيو دودانيو ، دټولنيزو مرکزونو ددوو ودانيو ، داحاطوي  او دمحافظتي  ډيوالونو ، دڅښاک دروغتيايي اوبو او دکرنيزو  اوبو د زيرمو او د دوو پلګوتو جوړول ، دلاسي بمبو په درولو سره د څښاک  دروغتيايي اوبو دڅاه ګانو کيدل او دسړکونوجوړول او کريړ اچول شامل دي چې ددغو پروژو له اسانتياو څخه په څلورويشتو کليو کې ٥٣١٩ کورنۍ ګټه اخلي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په سرپل ولايت کې ٦١٢ کلي تر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې په دې بريالي شوي دي چې په بيلابيلو سيمو کې د ١٩٠٤ پروژو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته