اقتصاد

امريکا دغزني ولايت په بيارغاونه کې ديرش مليونه ډالره لګوي

کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٢ :

په کابل کې دامريکا سفير راين کراکر وايي چې په راتلوونکي ميلادي کال کې ديرش مليونه ډالره دغزني ولايت دبيلابيلو برخو په بيارغاونه لګول کيږي .

دامريکا سفير چې پرون يي دغزني له والي موسي خان اکبرزاده سره په دغه ولايت کې په يو خبري کنفرانس کې خبري کولي وويل  چې دغه پيسي به د روغتيا ، ښوونې او روزنې ،کرنې ، دامنيت په ښه والۍ اونورو پرمختيايي پروژوکې ولگول شي .

دامريکا سفيرزياته کړه چې هيوادبه يې له ٢٠١٤ کال وروسته هم افغانستان يواځي  پري نږدي اوخپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

دده  دڅرگندونو له مخې  دامريکا اوافغانستان ترمنځ دستراتيژيک موافقه ليک په باب کار دوام لري چې له هغه وروسته به افغانستان اوامريکا اوږد مهاله  همکاري ولري.

دغزني والي موسي خان اکبرزاده له افغانستان سره دامريکا دهمکاريو  ددوام په اړوند دراين کراکر دژمني له امله قدر دانۍ وکړه او زياته يي کړه چې په راتلوونکي کال کې په غزني ولايت کې په لسگونو پرمختيايي  پروژي  عملي کيږئ .

اکبرزاده وويل  چې له بهرنيو مرسته کوونکو سربيره دافغانستان دولت هم  غواړي په راتلوونکي لمريز کال کې په دغه ولايت کې داړتيا وړ برخو دبيارغاوني په خاطر شل مليونه ډالره ځانګړي کړي .

مخکې له دې په غزني کې دامريکا اوپولند دبيارغاوني ټيمونو دلسگونو مليونو ډالرو په لگولوسره څوپروژي بشپړي کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته