امنیت

دسرپل او بلخ په ولايتونوکې دالبرز دعملياتو په دوام وسله والو طالبانو ته دروند زيان واوښت .

کابل باختر دوري  شلمه :
په داسې حال کې پوځي عمليات دالبرز په نامه په سرپل او بلخ ولايتونوکې دوام لري، مقامات دطالبانو دسر دروند زيان خبر ورکوي .
دغه عمليات له څه مودې راپديخوا دډار اچوونکو دخپلو په موخه دبلخ اوسرپل ولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
دسرپل ولايت دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  چې ددغو پوځي عملياتو په نويو نښتو کې شپاړلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوشمير نور يې ټپيان شول .
ده دطالبانو په وړاندې د يو پاڅون کوونکى وژل کيدل هم تاييد کړ .
له بلې خوا دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې پوځيانو وکولى شول دوروستيو دوو ورځو په  بهير کې  ددغې ډلې ددريوتنو  قوماندانانو په ګډون اته ويشت تنه وسله وال طالبان ووژني .
ده وويل چې په  دغو عملياتو کې په لسګونو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي
په همدې حال کې دبلخ اوسرپل ولايتونومقامات وايي چې دغه پوځي عمليات به د ډار اچوونکو له شتون څخه ددغو ولايتونو تر بشپړ پاکولو پورې دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته