-کابل باختر د لړم ديارلسمه :
دافغانستان دعلومو اکاډمۍ يوه غړي پنځوس ټوکه کتابونه دلوګر ولايت عامه کتابتون ته ورکړل .
دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داطلاعاتو آمر امين الله صفا دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل: پوهنوال نصير احمد نور بخش پنځوس ټوکه ديني ، معلوماتي ، سياسي او فرهنګي کتابتونه ددغه ولايت عامه کتابتون ته ورکړل .
ده دافغانستان دعلومو اکاډمۍ ددغه غړي ددغه اقدام له امله قدرداني وکړه او دلوګر له علمي شخصيتونو څخه يې وغوښتل چې ددغه کتابتون په بډاينه کې همکاري وکړي .
ديادونې وړ ده چې دپوهنوال نصير احمد نور بخش ددې علمي اثار هم په ورکړي شويو کتابونوکې شامل دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ