ټولنه

١٣٩٥کال د بيزو کال دى

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٩
د ١٣٩٥ کال، نن د شنبې د ورځې له غرمې وروسته په دريو بجو او ديرشو دقيقو نوى شو.
د هېواد مشهور منجم شيخ علي احمد فکور د دغه ټکي په څرګندولو سره د باختر آژانس خبريال ته وويل: ١٣٩٥ کال د بيزو کال دى او دغه کال يو لړ مثبت او فعال خصوصيتونه لري .
ده وويل: د بيزو کال د ښه کال په توګه بولو، په دې کال کې به زياتې آسانتياوې رامنځته شي، زياتې پيچلې غوټي به پرانستل شي او د شخړو حل به خپله لاره ومومي .
د ښاغلي فکور د څرګندونو له مخې: د ١٣٩٥ کال يا د ييږو د کال په بهيرکې به د سيمې او نړۍ په کچه سياسي بدلونونه رامنځته شي او افغانستان به هم د مثبتو سياسي بدلونونو ډګر وي.
شيخ علي احمد فکور زياته کړه: په ١٣٩٥ کال کې په کرنيزو محصولاتو په تېره بيا د ميوو حاصلات به زيات شي او د پسونو، وزو او الوتوونکو په ګډون  حلاله غوښه زياتيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته