امنیت

يوه يوولس کسيزه ډله تروريستان ونيول شول .

کابل باختر دوږي لومړي :
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند يوه يوولس کيزه ډله تروريستان په فارياب کې ونيول شول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ددغې ادارې موظفينو دفارياب ولايت دالمار ، دولت اباد او قيصار دولسواليو په مربوطاتو کې يوولس تنه تروريستان چې د صلاح الدين ، ملا حسين  ، مولوي حفيظ الله  او دمولوي انور دتروريستي ډلو په ترکيب کې دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو، دماينونو په ښخولو او ددغو ولسواليو په لاره کې  په اکمالاتي قطارونو په بريدونو بوخت و ، ونيول .
نيول شويو کسانو دتحقيقاتو په بهير کې په خپل جرم اعتراف کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته