خبرونهټولنه

په سمنګانو او هلمند کې ترافیکي پېښو کې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل ، د ثور ۱۸ مه ، باختر

د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د فلانکوچ او فولډر ډوله موټرو په ټکر کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په یاد ولایت کې د ډاکټر اکرام الدین وکیلزاده سل بستریز روغتون ډاکټر عبدالقدیر امان وايي چې د پېښې له ځایه ورته یو مړی او دیارلس ټپيان وروړل شوي دي. د دوو ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

په ورته وخت کې د هلمند د مرکز اتمې حوزې په غازي محمد ایوب خان مېنه کې په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه ټپيان شوي دي.

ن/ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا