سیاست

د داسو دبريښنا بند دجوړولو په باب دافغانستان دحکومت اعتراض په خپل ځاى پاتې دى .

کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت وياند وايي چې دپاکستان دحکومت له خوا د داسو دبريښنا دبند دجوړولو په اړوند دافغانستان دحکومت اعتراض دپخوا په شان پرخپل ځاى پاتې دى .
څه موده مخکې دپاکستان دانرژي فدرالي وزير ويلي و چې دافغانستان حکومت دداسو بنددجوړولو په باب له خپل اعتراض څخه  چې دډيورنډ له کرښې  اخوا دپاکستان دحکومت له خوا دکابل سيند په وړاندې جوړيږي تير شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دبهرنيو چارو وزارت وياند احمدشکيب  مستغني  چې نن يې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې وويل دافغانستان حکومت له خپل دغه اعتراض څخه  نه دى تير شوى او دډيورنډ له کرښې اخوا دکابل په سيند په وړاندې  دپاکستان دحکومت له خوا دبريښنابند  دجوړولو په اړه پرخپل مخالفت دپخوا په شان پابند دى او له دغه  اعتراض څخه دتيريدو په باب هر ډول څرګندونې  ردوي .
دبهرنيو چارووزارت وياند وويل: دبريښنا ددغه بند جوړيدل زموږ په هيواد کې داستوګنې چاپيريال ته تاوان رسوي خو د عربي متحده اماراتو په هيواد کې يې دطالبانو ديومشر ملا معتصم اغاجان بي درکه کيدل تاييد کړل ويې ويل له عربي متحده اماراتو سره دافغانستان  ددولت تماسونه دوام لري
دبهرنيو چارو وزارت وياند يوځل بيا  دافغانستان او دامريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ دامنيتي تړون دلاسليک کولو لپاره دافغانستان ددولت پرشرايطو ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه هر وخت چې دافغانستان ددولت شرايط ومنل شي دغه تړون به لاسليک شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته